د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو تړون او متحدانیې د افغانستان له حکومته په ملاتړ کې ګډې ګټې لري.
سټولټنبرګ د ناټو او روسیې د شورا تر غونډې وروسته، په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وشوې.
هغه څرګنده کړه:
"زموږ په نننۍ جلسه کې همداراز د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وشوې چې لا هم ستونزمن دی، د افغانستان ثبات د سیمې امنیت ته مهم دی، د ملي وحدت حکومت په ملاتړ کې د ناټو او روسیې ګډې ګټې دي او د یوه ډموکراتیک، ازاد او اباد افغانستان لپاره کار کوي."
سټولتنبرګ وویل چې د هغوی خبرې موُثرې او صادقانه وې.