د ښځینه ناروغیو ډاکټران په دې باور دي چې په نشه باندې د حامله ښځو په روږدي کېدلو سره د هغې جنین هم معتادېږي.
د ښځینه ناروغیو ډاکټره تورپېکۍ ځاځۍ له راډیو ازادي سره په مرکه کې وویل چې په مخدره موادو روږدي حامله ښځې د دې ترڅنګ چې خپله روغ صحت نه لري، هغه ماشومان هم د مخدره موادو معتاد او د ټولنې د اوږدو بار وي چې دنیا ته راځي.
د ازادي راډيو خبریال محمد ایاز ترنک په دې اړه له ډاکټر تورپېکۍ ځاځۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ځینې پوښتلې چې د حمل پر مهال د مخدره موادو کارول پر اومېندواره مور او ماشوم یې څه اغېزې لري؟
Your browser doesn’t support HTML5
له ډاکټر تورپېکۍ ځاځۍ سره مرکه