په خوست کې ۶ ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

د خوست والي حکم خان حبیبي د تاريخ تېرو درملو او خوراکي توکو د سوځونې په ځای کې ازادي راډیو ته وویل دا توکي د روغتیايي ارزونو ټیم له‌خوا په وروسیتو میاشتو کې د امنیتي چارواکو په همکارۍ د خوست په مرکز او بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

هغه زياته کړه:

"غواړم ووایم چې د هغو سوداګرو او درمل پلورونکو پر وړاندې به سخت اجراأت وشي چې په پټه تاریخ تېر درمل یا خوراکي توکي پلوري چې له وجې يې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښېږي."

حبیبي له امنیتي ادارو وغوښتل چې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاقو په مخنیوي کې خپلې هڅې چټکې کړي.

بل‌خوا د خوست د عامې روغتیا رئيس ډاکتر حبیب شاه انصاري د تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو خرڅول یوه هېواد شموله ستونزه بولي، خو زیاتوي چې دوی يې د مخنيوي هڅه کوي.

اووه میاشتې وړاندې هم د خوست د روغتیايي بررسۍ د ټیم له‌خوا څلور ټنه تاریخ تېره درمل له راټولولو وروسته سوځول شوي و.