په بروکسل کې نن پنجشنبه د ناټو او روسیې شورا غونډه پېل شوه.
دا په سږ کال کې داسې دوهمه غونډه ده.
په غونډه کې به د هغو ستونزو او اندېښنو پر حل غور وشي چې په وروستیو کې پر بالتیک سمندرګي د جنګي الوتکو د مانورونو له امله رامنځته شوې دي.
روسیه وايي چې الوتکې یې له نړیوالو قوانینو سره سم پر بالتیک سمندرګي مانورونه کوي، خو ناټو تېره میاشت وویل چې د دوو جېټ الوتکو په ګډون، درې روسي الوتکې یې پر بالتیک سمندرګي د پرواز په حال کې لیدلي چې د هوايي ټرافیک د کنټرول ادارې تهیې ځواب نهورکول او پیلوټانو يې د ځانونو له معرفي هم ډډه کړې وه.
د روسیې دولتي مطبوعاتو نن وویل چې په نننۍ غونډه کې به په اوکراین کې د حکومت او هغو بېلتون غوښتونکو ترمنځ پر جګړه هم خبرې وشي چې له مسکوه سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستې ترلاسه کوي.
د ناټو عمومي منشي درې ورځې مخکې، له اوکراینه پر مسکو غږ وکړ چې له اوکراینه خپل زرګونو عسکر وباسي او د بېلتون غوښتونکو وسلهوالو له قوماندې او هغوی ته د پوځي تجهیزاتو له ورکولو ډډه وکړي.