کوټه کې نن پنجشنبه وسله‌والو کسانو ۴ پولیس ووژل

په کوټه کې نن پنجشنبه وسله‌والو کسانو څلور پولیس ووژل.

د پولیسو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې یو تن پولیس زخمي شوی هم دی.

په دې حمله کې د کوټې د پولیسو یو پېژندل شوی مأمور، مبارک‌شاه هم وژل شوی دی.

د جماعت‌الاحرار په نوم وسله‌والې ډلې چې له پاکستاني طالبانو بېله شوې ده، د حملې مسؤلیت اخیستی دی.