اکرامي: شمال کې پر ښځو د تشدد ۱۴۴ پېښې ثبت شوي

په شمالي ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر ضد د تشدد د زیاتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

د دې ادارې سرپرستې مشرې، سعدیه اکرامي نن ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو درېيو میاشتو کې یې پر ښځو د تشدد ۱۴۴ پېښې ثبت کړي دي.

د مېرمن اکرامي په وینا، په دې کې جبري ودونه، جنسي تېري، قتل او د وهلو پېښې شاملې دي.

سعدیه اکرامي ویلي چې په شمالي ولایتونو کې د امنیت خرابوالي له قانونه سرغړونې او تېریو ته لار هواره کړې ده.