د ایټالیا صدراعظم پائولو جنتیلوني د "اروپا-لوېدیځ بالکان" د مشرانو غونډه پرانیسته.
دا غونډه د ایټالیا د شمال په بندري ښار "تریسته" کې پرون پرانیستل شوه.
له ۲۰۱۴م کال راهیسې دا ورته څلورمه سرمشریزه ده.
د دې غونډې پر مهال تمه ده چې اروپایي کمېسیون د سیمې د اقتصادي ودې لپاره نوې بودجه اعلان کړې او د لوېدیځ بالکان مشران د ترانسپورټي شبکو د یوځای کېدو تړون لاسلیک کړي، همداراز د سیمې د اقتصادي ودې لپاره پلان طرحه کړي.
د لوېدیځ بالکان شپږ هېوادونه، سربیا، بوسنیا، کاسوو، مونتهنګرو، مسدونیا او البانیا له اروپایي ټولنې سره د یوځای کېدو له ورو بهیره ناراضه دي.
سربېره پر دې چې د اروپایي ټولنې د پراختیا پروسه تر ۲۰۱۹م کال پورې ځنډول شوې ده، خو بیا هم د دغې ټولنې ۲۸ غړي هېوادونه دې ته لېواله دي چې دا ښکاره کړي چې دوی د بالکان هېوادونو د غړیتوب لپاره تر اوسه په خپلو ژمنو ولاړ دي.