د اروپایي ټولنې مشرانو د لوېدیځ بالکان د شپږو هېوادونو له چارواکو سره پرون غونډه وکړه.
دا سرمشریزه د ایټالیا په بندري ښار "تریسته" کې وشوه او پهکې د البانیا، بوسنیا، کاسوو، مسدونیا، مونتهنګرو او سربیا مشرانو، همداراز د جرمني، فرانسې، ایټالیا، بریتانیا، استریا، کرویشیا او سلوانیا مشرانو ګډون وکړ.
په دې غونډه کې موافقه وشوه چې ۵۷۰ میلیونه ډالر به په لوېدیځ بالکان کې ولګول شي.
په غونډه کې د نورو ۱۳ میلیونه ډالرو ژمنه وشوه چې د ترانسپورټ او انرژي په برخو کې به مصرف شي.
د لوېدیځ بالکان مشران له داسې غونډو وېره لري، ځکه چې دوی نهغواړي داسې انتقادونه پرې وشي چې له اروپايي هېوادونو سره د دوی د یوځای کېدو د لارې خنډ شي.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې دا ورته څلورمه سرمشریزه ده.