ټرمپ د هرات زده‌کوونکو نجونو ته امریکا ته د سفر ۱۰ ورځې اجازه ورکړه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ترمپ امریکا ته د روبات په یوه مسابقه کې د ګډون لپاره یوې ډلې افغان نجونو ته د امریکا د ویزې ورکولو په مسئله کې مداخله وکړه.

دا خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي ساندرز "Sarah Huckabee Sanders" د چهارشنبې په ورځ وکړه.

د هرات ولایت شپږو زده‌کوونکو نجونو په دغې مسابقه کې چې د جولای په ۱۶مه پیلېږي، د ګډون لپاره د وېزې غوښتنه کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت‌یې غوښتنلیکونه دوه ځلې رد کړي وو چې دې مسئلې ډېر غبرګونونه راوپارول.

کله چې ټرمپ له دغې ستونزې خبر شو، مداخله‌یې وکړه او دغو نجونو ته‌یې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره د لسو ورځو لپاره اجازه ورکړه.

د ستراتېژۍ په برخه کې د ټرمپ د ملي امنیت مرستیال سلاکارې دینا پاول «Dina Powell» وویل، زموږ لپاره به له دې زیات ویاړونه و چې دغه ځوانې نجلۍ چې ساینس‌پوهانې هم دي، ولرو.

د ټرمپ د ملي امنیت مرستیال سلاکاره

دوی د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب کوي، دوی د افغانستان راتلونکې مشرانې او د دې هېواد پیاوړې سفیرانې دي.

انتقاد کوونکو استدلال کاوه چې دغو نجونو ته د ویزې نه‌ورکول افغانستان ته چې امریکایي ځواکونه په‎کې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې جنګېږي غلط پیغام ورکوي.

د هغو طالبانو چې یو وخت‌یې نجونې ښوونځیو ته له تګه منع کړې وې.

په دغې نړیواله مسابقه کې د شااوخوا ۱۶۰ هېوادونو نجونې ګډون کوي.

د تنظیموونکو په وینا لومړنۍ ډله به ایرانۍ وي چې متحده ایالاتو ته داخلېږي.