د اوکراین یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محاکمه ځنډولې

په اوکراین کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ویکټور یناکویچ محاکمه چې په ملي خیانت تورن دی، د اګست درېیمې نېټې ته ځنډولې ده.

دا محاکمه د یناکویچ په غیاب کې تر سره کېږي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د یناکویچ نوي وکیل د زیات وخت غوښتنه وکړه.

د کییف د محکمې یوه قاضي ویلادیسلاف دیویاکتو د یناکویچ د مدافع وکیل دا غوښتنه ومنله.

د یناکویچ پخوانی وکیل د جولای په شپږمه له دې قضیې له مخکې وړلو په څنډه شو.