د روسیې د دفاع وزارت وايي، په سوریه کې یو روسی پوځي سلاکار وژل شوی دی.
پرون سې شنبه د روسیې دفاع وزارت په یو بیان کې وویل، نېکولای افاناسوف د هما په ولایت کې د هاوان په یو برید کې وژل شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افاناسوف په سوریه کې د روسیې له یو شمېر نورو پوځي روزونکو سره یو ځای د سوریې ځمکني ځواکونه روزل.
د دغه روسي پوځي سلاکار په وژل کېدو سره په سوریه کې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر ۳۲ تنو ته ورسېد.
روسیه په سوریه کې د بشارالاسد د ځواکونو د ملاتړ لپاره پوځي سلاکاران لري.
په سوریه کې له ۲۰۱۱ مېلادي کال راهیسې کورنۍ جګړه پیل شوې چې تر اوسه پهکې تر ۴۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.