په ارزګان کې د یوه پارک د جوړلو ډبره کېښودل شوه

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د شپږ میلیونه او اووه سوه زره افغانیو په لګښت پارک جوړېږي.

د دې پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره نن د دې ولایت به مرکز ترینکوټ کې کېښودل شوه.

د ارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي د دغه پارک د ډبرې د اېښودلو پر مهال رسنیو ته وویل چې د دې پارک د جوړولو لګښت د افغانستان له ملي بودجې څخه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د یو ورته پارک ډبره اېښودل شوې وه چې د مسؤلینو په خبره ۹۰سلنه کار یې اوس بشپړ شوی دی.