د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي چې سږ کالیې د تخار په فرخار، بنګي او چاه آب ولسوالیو کې ۸ د چرګانو فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د دغه وزارت ویاند لطفالله راشد نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۲ نورو فارمونو ۶۰ فیصده چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړی وایي چې په دغو فارمونو څه باندې یو میلیون ډالر مصرف راغلی چې د کرنې وزارت د کاردیف پروژې لهخوا تمویلېږي او ډېر شمېر کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
ښاغلی راشد وایي چې دغه فارمونه د ۵۰۰۰ غوښنو چرګانو د ساتلو ظرفیت لري.
نوموړی وايي، یاد فارمونه کولای شي چې هر کال ۱۲۰۰ مټریک ټنه د چرګ غوښه شمال ختيځو ولایتونو ته ورکړي.