قوقندي: "WTO" کې تر غړیتوب وروسته هېواد کې پانګونه ډېره شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت مسؤلین وایي چې د «WTO » یا د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې له غړیتوب وروسته په افغانستان کې د پانګونې کچه لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د پانګونې کچه ۱.۷ میلیارده ډالره وه او هم د صادراتو په رقم کې زیاتوالی راغلی، حال دا چې په ۲۰۱۵م کال دا کچه د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په شااوخوا کې وه.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغان حکومت د پانګونې د فرصتونو په برابرولو کې ناکام دی، دغه‌راز فساد او ناامنيو په افغانستان کې د پانګونې لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.

ښاغلی قوقندي وايي، افغان حکومت د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې، د افغانستان د اغېزمنې استفادې په هدف ۱۵ کلنه ستراتېژي جوړه کړې ده.

نوموړی وايي چې د ۱۵ کلنې ستراتېژۍ عملي کول په افغانستان کې د صنعت د ودې، د پانګونې د جلب او جذب او د ترانزیټي ستونزو په هواري کې خورا مهم رول لوبولای شي.

افغانستان تېر مېلادي کال د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ.