د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو له صدراعظم شریف نه استعفا غوښتې

د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو د دغه هېواد له صدراعظم نواز شریف غوښتي چې استعفا دې وکړي.

دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف د کورنۍ د غړو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عوایدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر وموند.

د اپوزېسیون یوه مشر عمران خان ویلي، نواز شریف خپل اخلاقي اعتبار له لاسه ورکړی او باید سمدستي استعفا وکړي.

د ښي اړخي اپوزېسیون، جماعت اسلامي د ګوند مشر سراج‎الحق هم د نواز شریف د استعفا غوښتنه کړې ده.

د نواز شریف متحدانو پر نوموړي لګېدلي تورونه او د څېړنو دا راپور چې رسنیو ته په لاس ورغلی، رد کړي دي.

د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې دا راپور له «ګڼو تېروتنو ډک دی».

خپله صدراعظم نواز شریف هر ډ‌ول ناسم چلند رد کړی او ویلي یې دي، کورنۍ یې ټوله پانګه له قانوني لارو تر لاسه کړې.

د څېړنو له دې راپور ښکاري چې محکمه د ۱۹۹۹ میلادي کال د هغه قانون سره سم چلند کوي چې هدف‌یې د اداري فساد له‎منځه وړل دي.

خو په دې برخه کې به وروستۍ پرېکړه ستره محکمه کوي چې پر دې قضیه به د جولای پر ۱۷مه غور پیلوي.