د بخښنې نړیوال سازمان وايي، هغه جنګي تاکتیکونه چې د موصل په جګړه کې عراقي ځواکونو او د امریکا په مشرۍ د دوی ملګري ائتلاف کارولي، د بشري حقونو له نړیوال قانونه پهکې سرغړاوی شوی او د جنګي جرمونو سره برابر دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان دې لندن مېشتې ډلې د سې شنبې په ورځ په یو راپور کې همدارنګه د داعش وسلهواله ډله هم له ملکي خلکو د ډال په توګه د کار اخیستو له کبله د بشري حقونو څرګنده سرغړونکې بللې ده.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د دوشنبې په ورځ د موصل ښار کې بریا اعلان کړه.
دا ښار د تېرو درېیو کلونو راهیسې د داعش د وسلهوالې ډلې په ولکه کې و.
د تېر اکټوبر په میاشت کې عراقي ځواکونو، کُردي پېشمرګه ملېشو او شیعه ملېشو د شااوخوا سل زرو سرتېرو د یو ائتلاف پر مټ د موصل د بېرته نیولو عملیات پیل کړل.
له دوی سره د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په هوايي بمبارۍ ملتیا کوله.
د ملګرو ملتونو په وینا دغلته زرګونه ملکي خلک وژل شوي او نېږدې یو میلیون له خپلو کورونو څخه تېښتې ته اړ شوي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، عراقي ځواکونو او ائتلافي ملګرو یې د جنوري له میاشتې راهیسې د موصل په لوېدیځ کې یو لړ غیر قانوني بریدونه کړي.
په عراق کې لوړپوړي امریکايي جنرال سټیفن ټاونسېنډ "Stephen Townsend" هغه ادعاوې چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف دې خپلو هوايي بریدونو کې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې وي په کلکه رد کړې دي.