په ارزګان کې ۱۰۰ تنو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

نن سې شنبه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د کار او ټولیزو چارو ریاست له لوري ۱۰۰تنه ښځینه او نارینو تنه د فني او حروفوي زده کړو د شپږ میاشتنيو زده کړو مرکز دروازه خلاص شوه.

د یاد مرکز د پرانیستې پرمهال د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس فضل الرحیم وویل چې د فني او حرفوي زده کړو په دغه مرکز کې ۴۰تنه ښځينه او ۶۰ تنه نارینه په پنځو حرفو کې زده کړې کوي.

ښاغلي فضل الرحیم وویل:

"په دغه سنټر کې موږ هغه بېکاره خویندو او ځوانانو ته ځای ورکړی چې تل به يې له موږ څخه د کار غوښتنه کول، په دې سنټر کې پنځه ډوله زده کړه ورکول کېږي، لکه د مبائیل ترمیم، د کمپوټر ترمیم، د موټر ویرینګ،د غالۍ اوبدل او د ګلدوزۍ برخه ده چې په هره حرفه کې ۲۰ زده کونکې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست مسؤلینو څه موده مخکې ویلي وچې په دغه ولایت کې څه باندې ۶۰سلنه ځوانان بېکاره دي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې په دغه مرکز کې زده کړې کوي ډېر خوشحاله دي او له دولت څخه د ورته نورو مرکزونو غوښتنه کوي.