لغمان کې د پولیسو پر پوستې حمله کې ۲ پولیس وژل شوي

په لغمان کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو طالبانو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او اووه ملکیان ټپیان شوي دي.

دا خبره د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کړې او ویلي یې دي چې دغه پېښه تېره شپه په علیشنګ ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلي ځواک وویل چې د ماشومانو او ښځو په ګډون اووه ملکیان او پنځه پولیس له دغې حملې وروسته په نښتو کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ، ټپیان شوي دي.

ځواک په دغه حمله کې د ادم خان په نوم پیژندل شوي د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د پنځو طالبانو د وژل کېدو خبره وکړه.

طالبانو تراوسه د دغې حملې په اړه څه نه دي ویلي.