په فراه کې به ډېر ژر د ښځو د اقتصادي پراختیا په هدف، د سوداګرو ښځو ټولنه جوړه شي.
د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر حشمت نورزایي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د یادې ټولنې په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو کارونه منظم او هم به د دوی د لاسي صنعت فعالیتونه پراخ شي.
نورزايي وايي چې اوس مهال په دغه ټولنه کې څه باندې ۳۵ تنه سوداګرې ښخې غړیتوب لري.
اوس مهال په فراه کې ښځې د کرنیزو توکو د پروسس، لاسي صنایعو، خامکي غاړو او د غاليو اوبدلو په برخه کې بوختې دي