کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د سولې د عالي شورا په پرونۍ عمومي غونډه کې د یادې شورا د نوي رئیس محمد کریم خلیلي څرګندونې راخېستې دي.
د مطلب لیکونکی لیکي:
د سولې د عالي شورا نوي رئیس ویلي، خلک د سولې د عالي شورا او د کارونو په اړه یې ښه نظر نهلري خو د ده په خبره چې دا لید لوری به بدل کړي.
د مطلب لیکوال لیکلي، ښاغلي خلیلي وویل چې په تېرو اوو کلونو کې د سولې د عالي شورا په کار کې ښه او ضعیف مسایل موجود و چې د شورا عمومي مجموعه باید ضیف مسایل ترې یوې خواته کړي.
په مطلب کې د سولې د عالي شورا د نوي رئیس له خولې دا هم راغلي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړه روانه ده، خلک له دوی د سولې د راوستلو هیله لري چې لازمه ده دغه شورا یې هیلې پوره او سوله راولي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي.
کریم خلیلي ویلي چې د سولې خبرې باید د وسلهوالو طالبانو د یو لړ سالمو او ملی نظریاتو په منلو سره تعقیب شي.
په مطلب کې دغه شان راغلي چې د سولې د عالي شورا نوي رئیس د طالبانو سره د سولې د خبرو د تعقیب لپاره نسبتاً نرمه ژبه وکاروله ویې ویل، زمونږ کړنلاره د طالبانو تسلیمېدل نهدي او باور لرم چې د نوې کړنلارې له مخې چې په کې د طالبانو په ګډون زموږ د جدي مخالفینو تر څنګ نور واړه مخالفین هم شته د ټولو غوښتنو ته به درناوی وشي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د سولې عالي شورا چې تازه جوړښت یې تېره اوونۍ د ولسمشر له خوا اعلان شو په خپل تازه بیان کې ویلي چې هڅه کوي د سولې مشخص شوي هدف ته ځان ورسوي.
په سرمقاله کې راغلي، شورا وايي چې دا ځل هڅه کوي چې د سولې په برخه کې مؤثر او ګټور ګامونه پورته کړي ځکه د دوی په خبره خڼدونه یې پېژندلي او په جلا جلا توګه به یې تر رفع کولو وروسته سولې ته ورسېږي.
خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې د سولې عالي شورا چې څه وايي هغه به عملي کړای شي؟