د پکتیا په تېرې کنډو کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتیا ولایت په تېرې کنډو سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه يوه نیمه بجه وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت د تېرې کنډو د غفور خېلو په سیمه کې غوښته چې په سنګر پوستې برید وکړي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راغلل او ياده مرګ ژوبله ورته واوښته.

د پکتیا ولایت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې د دوو وژل شویو وسله والو جسدونه د پکتیا ولایت امنیتې قوماندانۍ ته انتقال شوي.

د دوی په خبره افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.