د عراق صدراعظم د داعش په وړاندې بری رسماً اعلان کړ

د عراق صدراعظم حیدر العبادي پرون دوشنبه په دولتي تلویزیون کې د داعش یا اسلامي دولت په وړاندې بری رسماً اعلان کړ.

ده دا د داعش لپاره چې ۳ کاله پخوا یې خلافت اعلان کړ، تر ټولو لویه ماتې وبلله.

عبادي چې تور پوځي یونیفورم یې په تن کې و او د امنیتي ځواکونو قوماندانان ترې راچاپېر شوي وو، له پوځیانو او ائتلافه مننه وکړه خو خبرداری یې ورکړ چې لا هم ستونزې شته.

ده وویل:

"زموږ په وړاندې بل ماموریت هم شته څو امنیت راولو، د داعش شبکې تصفیه کړو او د دې لپاره استخباراتي او امنیتي هڅو ته اړتیا ده او هغه یووالی لازم دی چې موږ ته یې د داعش په وړاندې د جنګېدو توان راکړ."

د امریکا په مشرۍ ائتلاف وویل چې موصل د داعش ډلې ته سخت ګوزار و خو د دې سختدریځې ډلې پر ضد د جګړې د پای ته رسېدو معنی نه لري.