د کندز په مرکز تلوکه سیمه کې تصفيوي عملیات روان دي

په شمال لوېديځ زون کې د پامير شلمې فرقې چارواکي د پامير ۱ عملياتو د پيلېدو خبر ورکوي.

دا عملیات د کندز په مرکز تلوکه سیمه کې پیل شوي دي.

د پامير د شلمې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دا عملیات د دولت ضد وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې مخکې يوازې د تلوکه سيمې په مربوطاتو کې پيل شوي وو، خو د شنبې په ورځ د پل غلام سخي او تلوکه ۲ پر لور پراخ شول.

د ده په وينا «پامیر۱۰» په نوم کندز شاهراهي او خان‎اباد سیمو کې هم عملیات پيل شوي او د دغو عملياتو په نتيجه کې دولتي ځواکونه توانېدلي چې د کندز په مرکز پورې اړوندې ځينې سیمې تصفيه کړي.

تر دې مخکې د کندز اوسېدونکو د خان‎اباد ولسوالۍ په شمول د ناامنيو له زیاتېدو شکايت کړی و.

تېره اوونۍ په خان‎اباد کې د ځايي قوماندانانو اړوندو وسله‎والو کسانو تر منځ په نښته کې شپږ ملکيان ټپيان شول.