ایراني رسنۍ د فساد په تور د یوه پخواني چارواکي د نیولو خبر ورکوي

ایراني رسنۍ د فساد په تور د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي د نیول کېدو خبر ورکوي.

له کله چې حسن روحاني د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، دا څوېيم لوړپوړی چارواکی دی چې د مالي فساد په تور زنداني کېږي.

د ایران پخوانی مرستیال ولسمشر حمید بقایي د یکشنبې په ورځ په تهران کې د خپل کور په مخکې ونیول شو.

دا خبر د ایران اېسنا خبري اژانس ورکړی دی.

د بقایې د نیول کېدو دلیل نه‎دی ښودل شوی، خو ویل کېږي چې هغه په فساد تورن دی.

۴۷ کلن بقایي د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او کله چې احمدي نژاد بیا سږ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړی، له هغه سره د مرستیال په توګه درېدلی، خو د هېواد د تندلارې سیاسي ډلې له‎خوا رد شو.

نوموړی په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د احمدي نژاد د جمهوري ریاست په دوره کې د اختلاس په تور توقیف شوی و چې وروسته په همدې کال خوشې شو.

د احمدي نژاد یوه مطبوعاتي سلاکار علي اکبر جوان‌فکر ويلي چې نوموړی د پخوانۍ دوسیې د څارنوال په امر ځکه نیول شوی چې هغه محکمې ته له احضاریه مکتوبونو سره سره نه‎دی حاضر شوی او نه‌یې هم د محکمې د مخکېنۍ پرېکړې له‎مخې د ضمانت په توګه د ۱،۴ مېلیونه ډالرو معادل تومانو وثیقه جوړه کړې ده.

خو په خپله بقایي ویلي چې ده ته د محکمې له‎خوا د حاضرېدو مکتوب نه‎دی رسېدلی.

د احمدي نژاد مطبوعاتي سلاکار جوان‌فکر دا هم ویلي چې په څه باندې دوو کلونو کې د ښاغلي بقایي دوسیې ته نه‌رسېده‎ګي د قضائیه قوې کمزوري ښيي.

د بقایي له نیول کېدو دوه میاشتې مخکې د احمدي نژاد یو بل همکار عبدالرضا داوري زنداني شوی و.

له کله چې حسن روحاني د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی، د احمدي نژاد د لومړي مرستیال محمد رضا رحیمي په ګډون یو شمېر پخواني چارواکي د اقتصادي فساد په تور زنداني شوي دي.