په کابل کې د کرنې د پراختیا صندوق مسؤلین وايي چې له ۲۰۱۰ مېلادي کال راهیسې د اقتصادي پراختیا په هدف ۳۶ زره افغان بزګرانو ته د ۶،۷ مېلیاردو افغانیو په ارزښت پور ورکړی.
د کرنې د پراختیا صندوق د عامه اړیکو مسؤل اشرف عبدالله نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې بزګران کولای شي، له یاد صندوقه پور واخلي.
نوموړی وایي چې دوی بزګرانو ته له یو لک ډالرو تر یو مېلیون ډالرو پور ورکوي.
ښاغلی عبدالله وایي چې دغه صندوق له ۲۰۱۰ مېلادي کال راهیسې افغان بزګرانو ته د پور ورکونې په هدف د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.