د قطر مرکزي بانک وايي، ۳۴۰ میلیارد ډالره شتمني لري

د قطر مرکزي بانک وايي، ۳۴۰ میلیارد ډالره شتمني لري چې کولای شي دا هېواد د عرب ګاونډ هېوادونو له خوا د لګیدلو بندیزونو له بدو اغېزو وژغوري.

د مرکزي بانک رئیس شیخ عبدالله بن سعود ال-طهاني له سي ان بي سي سره په مرکه کې چې نن خپره شوې وویل چې دا زموږ د سیسټم اعتبار په ډاګه کوي او په کافي اندازه نغدې پيسې لرو چې له هر ډول بد حالت پرې خلاصیدی شو.

سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر او د هغوی ځینو وړو ملګرو له قطر سره وروسته له هغه اړیکې پرې کړې او بندیزونه یې پرې ولګول چې متحده اماراتو دا هېواد له اسلامي افراطي ډلو په ملاتړ او له ایران سره په اړیکو لرلو تورن کړ.

عربي هېوادونو له قطره د تروریستي شبکو د تمویل د بندولو، له ایران سره د اړیکو د پرې کولو، د الجزیرې شبکې د تړلو او ځینو نورو مسایلو په باب ۱۳ غوښتنې کړي چې د نه منل کېدو په صورت کې یې په دغه هېواد د زیاتو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی دی.

قطر د عربي هېوادونو غوښتنې او تورونه نا مناسب او بې ځایه بللي دي.