ټېلرسن ترکان د کودتا په وړانډې د درېدو په خاطر وستایل

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ښاغلي ټېلرسن له اوکراین نه ترکیې ته په رسېدو د دغه هېواد خلک د تېرکال ناکامې کودتا په وړانډې د درېدو په خاطر وستایل.

ښاغلي ټېلرسن د نفت په اړه په یوه کنفرانس کې دا خبرې وکړې خو د ۲۰۱۶ میلادي کال تر ناکامې کودتا وروسته یې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا د یادې کودتا د پلانوونکو او نیول شویو کسانو د ځپلو مسئله یاده نه کړه.

رېکس ټېلرسن وویل، یو کال وړاندې شجاع ترکان ښځې او نارینه د کودتاچیانو په وړاندې ودرېدل او له خپلې ډیموکراسۍ یې دفاع وکړه.

ټېلرسن تر اوکراین وروسته چې هلته یې روسیې ته خبرداری هم ورکړ ترکیې ته سفر وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، که روسیه د اوکراین په ختیځ کې پیل شوی کړکېچ هوار نه کړي د امریکا بندیزونه به پرې پاتې وي.