ټرمپ: پوتین سره پر روسیې د بندیزونو په اړه بحث نه‎دی شوی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د جي شل د سرمشریزې په حاشیه کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې پر روسیې د لګول شویو بندیزونو په اړه بحث نه‎دی شوی.

ټرمپ پرون پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې له ولسمشر پوتین سره په کتنه کې یې پر بندیزونو خبرې نه‎دي کړي.

په پیغام کې ویل شوي، تر څو چې په اوکراین او سوریه کې کړکېچونه نه‎وي حل شوي په دې برخه کې به هېڅ اقدام به ونه‎شي.

ټرمپ په خپل پیغام کې زیاتوي چې پر ولسمشر پوتین یې دوه ځلي د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه فشار راوړ، خو ټرمپ زیاتوي چې پوتین دا ادعا په کلکه رد کړه.

دواړو مشرانو په هامبورګ ښار کې د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په حاشیه کې د لومړي ځل لپاره سره وکتل.

دا کتنه اصلا د ۳۵ دقیقو لپاره پلان شوې وه، خو د دوی غونډه چې په ترڅ کې یې د سوریې او اوکراین د جګړو، د شمالي کوریا د اتمي او بالسټیک توغندیو د پروګرام، د سایبري امنیت او د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو په اړه خبرې وشوې، دوه ساعته او پنځلس دقیقې اوږده شوه.