د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د مرکز ترینکوټ په سیمو کې په وروستیو عملیاتو کې وسلهوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او زیاتې سیمې ورڅخه نیول شوي دي.
دا عملیات پرون سهار د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په شمال او شمال ختځ کې د هوايي ځواک په مرسته پیل شول.
د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې ګن شمېر وسلهوال مخالفین مړه او ټپیان شوي خو دقیقه شمېره یې ونه ښوده:
"ضدو نقیض راپورونه شته، د تلفاتو شمېره به بیا وروسته موږ تاسو ته ووایو خو د دوی لسګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور یې ټپیان او د محاربې له لیکو څخه تښتیدلي او وتلي دي."
ښاغلي صدیقي وویل، دا عملیات د ښار په څو برخو کې پیل شوي او په ترڅ کې یې له وسلهوالو مخالفینو څخه زیاتې سیمې نیول شوي دي.