چارواکي وایي، ارزګان کې د خنجر ۷ په نوم عملیاتو کې یې لسګونو وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمتالله صدیقي د عملیاتو په سیمه کې
ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات يي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په شمال او شمال ختیځه برخه کې نن د یکشنبې په ورځ سهار ۴ بجي پیل کړي چې په پایله کې یې لسګونه وسلهوالو طالبانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې سیمې یې ترې نیولې دي.
نوموړی وايي چې عملیات لا هم روان دي.
وسلهوالو طالبانوتر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په ورته وخت کې د یادو سیمو اوسېدونکي هم خوښ دي او د تل لپاره د یادو سیمو
د امنیت غوښتنه کوي.
په دې اړه نور حال د شریفالله شرافت لاندې راپور کې واورئ.
Your browser doesn’t support HTML5