د جمهوري رياست دوهم مرستيال وايي، د دولت وسلهوال مخالفین د نشهیي توکو لوى قاچاقکوونکي او دغهراز د کوکنارو د کښت او توليد ملاتړي دي.
محمد سرور دانش نن یکشنبه په کابل کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د اونۍ په مناسبت يوې غونډې ته د وينا پر مهال دا څرګندونې وکړې.
ښاغلي دانش وويل، د کوکنارو کښت او د نشهیي توکو توليد په افغانستان کې د جنګ بودجه او ترورېزم تمويلوي.