د سوريې په جنوب کې هغه اوربند نن نافذ شو چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يې پرون اعلان کړى و.
په لندن کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې نن وويل، که څه هم په درعا سيمه کې خال- خال ډزې شوي، خو داسې ښکاري چې دغه وربند نافذ دى.
د سوريې حکومت که څه هم د اوربند په باب تبصره نه ده کړې، خو د حکومت ځينو سرچينو چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، رويټرز اژانس ته ويلي، د دمشق چوپتيا د اروبند له دغه پرمختګ څخه رضايت څرګندوي.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په ټويټر کې دغه اوربند وستايه او ويې ويل چې د خلکو د ژوند د خوندي کېدو سبب به شي.
د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو نن په بيت المقدس کې د کابينې غونډې ته په دې تړاو وويل:
"اسرائيل به په سوريه کې د يوه واقعي اوربند هرکلى وکړي، خو دغه اوربند بايد په مجموع کې په سوريه، په خاص ډول د سوريې په جنوب کې د ايران سنګر جوړونې يا د سټلايټونو قوت ته لار خلاصه نه کړي."
په تېرو شپږو کلونو کې د سوريې د جګړې پر مهال د اوربند ګڼې موافقې اعلان شوي، خو يوه يې هم دوام نه دى کړى.