وحدت: تیر کال په پکتیکا کې د مخدره موادو ۳۰ کاروباریان نیول شوي

د پکتيکا والي وايي، د تېر يوه کال په جريان کې په دې ولايت کې د نشه‎يي موادو د کاروبار په تور ٣٠ کسان نيول شوي دي.

محمد الياس وحدت دا څرګندونې نن یکشنبه په ښرنه کې د نشه‎يي موادو پر وړاندې د مبارزې نړيوالې اونۍ د لمانځنې په غونډه کې وکړې.

د پکتيکا والي وويل چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کرلو اندازه صفر ته راټيټه شوې ده.