غني: پر اوبو د پانګونې لپاره يو حقوقي بنياد پياوړى کوو

د افغانستان ولسمشر وايي، د افغانستان له اوبو د ګټې اخيستنې او ورباندې د پانګونې لپاره يو حقوقي بنياد پياوړى کوي.

محمد اشرف غني دا خبره نن په کابل کې د څارنې او همږغۍ د ګډ بورد شلمې غونډې ته په وينا کې وکړه.

ولسمشر اوبه، د افغانستان يوه له مهمو منابعو وبلله او زياته يې کړه چې زراعتي محصولاتو ته د پراختيا لپاره د بندونو پر جوړونه او د اوبو لګونې پر سيسټم پانګونه شوې، خو د تخنيکي طرحو له بشپړېدو او پانګونې سره به دغه سکټور د بېوزلۍ د کمېدو چارې چټکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران ولسمشر حسن روحاني تېره اوونۍ په تهران کې يوې غونډې ته په وينا کې په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړېدو پر مسئله انتقاد وکړ او ويې ويل چې هېواد يې په دې برخه کې بې تفاوت نه شي پاتې کېداى.