ولکر:د ټیلرسن سفر له اوکراینه د امریکا ملاتړ څرګندوي

د اوکراين ولسمشر پيټرو پروشينکو ويلي، کييف ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير رېکس ټېلرسن سفر له دغه هېواد څخه د امريکا غښتلى ملاتړ څرګندوي.

دواړو ترو خبرو وروسته د اوکراين په پلازمېنه کييف کې نن ګډ خبري کنفرانس ته وويل، د اوکراين د ختيځ لپاره د امريکا نوى نومول شوى ځانګړى استازى کورت ولکر به د څو نورو ورځو لپاره په کييف کې پاتې شي، څو د اوکراين په ختيځ کې د روانې شخړې د حل لپاره د مينسک موافقې د عملي کولو هڅه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، د مينسک د دوه کلنې موافقې په عملي کولو کې د لږ پرمختګ له کبله امريکا نهيلې شوې ده.

رېکس ټېلرسن وويل، تر هغو چې مسکو د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا نه وي اعاده کړې، واشنګټن به پر روسيې لګول شوي بنديزونه ليرې نه کړي:

"پر روسيې غږ کوو، خپلو هغو تعهداتو ته درناوى وکړي چې د مينسک په موافقو کې يې کړي، پر بېلتون غوښتونکو دې له خپل هغه نفوذ څخه استفاده وکړي، يو وار بيا له روسيې غوښتنه کوو، په چټکۍ له هغو کسانو چې ورباندې بشپړ کنټرول لري، غوښتنه وکړي، د اوکراين په ختيځ کې له روان تاوتريخوالي لاس واخلي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له اوکراين څخه غوښتنه وکړه چې اقتصادي او د اداري فساد-ضد اصلاحاتو ته ادامه ورکړي.