د فاریاب‌-‌جوزجان لویه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه

د فاریاب ولایت امینتي مسؤلین وايي، د فاریاب- جوزجان مهمه لار يې د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړه.

دغه لار له يوې مياشتې د دولت ضد وسله‎والو د بريدونو له کبله تړلې وه.

د فاریاب ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د فاریاب ولایت «د میمنې لومړۍ نمبر لاره» چې تر جوزجان ولایته رسېږي، د امینتي ځواکونو د عملیاتو په نیتجه کې، د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه.

ښاغلي یورش وويل، سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او د وسله‎والو مخالفینو پر ضد یې عملیات پیل کړي چې ښې نتیجې لري.