د شمالي کوریا دولتي رسنیو امریکا ته خبرداری ورکړ

د شمالي کوريا دولتي رسنيو د امريکا متحدو ايالتونو ته د «بېباکانه پوځي پارونو» په وړاندې خبردارى ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوريا د اټمي وسلو او باليسـټيک توغنديو د پروګرامونو له کبله کړکېچ پر خپل حال پاتې دى.

د واکمن ګوند رودونګ سينمون ورځپاڼې نن یکشنبه په يوه تبصره کې ليکلي، امريکا هڅه کوي په کوريا ټاپو وزمه کې د اټمي جګړې خطر د اوج مرحلې ته ورسوي.

تر دې تبصرې يوه ورځ مخکې د امريکا متحدو ايالتونو او جنوبي کوريا ګډ پوځي تمرينات وکړل.

د دغو تمريناتو پر مهال د امريکا بم غورځوونکو د شمالي او جنوبي کوريا سرحد ته نېږدې الوتنې وکړې او هغه بمونه يې وغورځول چې هر يوه ٩٠٠ کيلو ګرامه وزن درلود.

شمالي کوريا تېره دوشنبه يو باليسـټيک میزايل وازمايه چې د شنونکو په باور، د امريکا تر الاسکا ايالت پورې رسېدلاى شي.

شمالي کوريا ادعا کړې چې دغه ميزايل د اټمي سروکې يا سرګلولې د لېږد توان لري.