د امریکا متحدو ایالتونو له یمن، سومالیا، جنوبي سوډان او نایجریا سره د ۳۵۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
دا ژمنه د جرمني په هامبورګ ښار کې د جي ۲۰ د هېوادونو په غونډه کې اعلان شوه.
امریکا په نړۍ کې تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی.
د ولسمشر ټرمپ ادارې ویلي چې د دغه هېواد بهرنۍ مرستې به په سلو کې ۳۰ لږې کړي.
په یمن، جنوبي سوډان، سومالیا او نایجریا کې د جګړو له کبله په لسګونو میلیون تنه د لوږې له خطر سره مخامخ دي.