د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن د اوکراين پلازمېنې کييف ته ورسېد.

ټېلرسن به نن یکشنبه اوکراين ته په خپل لومړي رسمي سفر کې د اوکراين له ولسمشر پيټرو پروشينکو سره خبرې وکړي.

ټېلرسن وروسته له دې اوکراین ته ځي چې د «جي۲۰» په سرمشریزه کې د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالد ټرمپ او ولادمیر پوتین د لومړي ځل لپاره له یو بل سره مخامخ خبرې وکړې.

سره له دې چې ټرمپ له پوتین سره خپله کتنه فوق‎العاده وبلله، خو د ده حکومت لا هم پر روسیې بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

امریکا پر روسیې وروسته له‎دې بندیزونه ولګول چې دغه هېواد د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.