د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، هغه اوربند چې ټاکل شوې ده د سوریې په جنوب لوېدیځ کې وشي، د دغه هېواد په ټولو برخو کې د احتمالي سولې لور ته یو مهم ګام دی.
ایچ آر مکمستر پرون شنبه وویل، ټاکل شوې ده چې د سوریې په وخت د نن یکشنبې د غرمې له ۱۲ بجو اوربند پیل شي.
ده اوربند د امریکا لپاره لومړیتوب وباله، ویې ویل چې د ټرمپ حکومت پر هغه پرمختګ چې د اوربند په برخه کې شوی، تشویق شوی دی.
مکمستر دا هم وویل چې امریکا د داعش ماتې، د سوریې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرستې، د خلکو د کړاونو له کمولو او خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو خلکو په بېرته ستنولو کې مرستې ته ژمنه دی.