د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل په هامبورګ کې د جي ۲۰ یا د شلو سترو اقتصادي قدرتونو د غونډې د جوړولو د پرېکړې دفاع وکړه خو د هغې خلاف تاوتریخجنه مظاهره یې وغندله.
مېرمن مېرکل پرون شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، له لوژیستیکي نظره پکار وه چې دا ستره غونډه د هامبورګ په شان په یوه ستر ښار کې جوړه شوې وای ځکه چې دا ښار زیات هوټلونه لري او د جرمني تر ټولو د ستر بندر د لرلو له کبله سمبولیک تجارتي اهمیت لري.
دې همداراز ژمنه وکړه چې حکومت به د سرمشریزې پر ضد د مظاهرې په لړ کې د خلکو شتمنیو ته د اوښتو زیانونو او لوټ تاوان ورکړي.