د ترکیې د اپوزېسیون مشر به سبا لاریون کوونکو ته وینا وکړي

د ترکیې د اپوزېسیون مشر کمال کلیچ داروغلو غواړي چې سبا دوشنبه د عدالت په نوم د یو میاشتني لاریون په پای کې خلکو ته وینا وکړي.

په دې لاریون کې چې له انقرې تر استانبول پورې وشو، په زرګونو کسانو ګډون وکړ.

د جمهوريت‎پال ولس ګوند مشر کمال کلیچ داروغلو نن یکشنبه وویل چې د هېواد په عدلي سېسټم کې یې د پرېمانه بې‎عدالتیو او ادعاوو په څرګندولو کې مرسته وکړه.

د ده پلویانو وویل، لاریون چې د جون په ۱۵مه له پلازمېنې انقرې پیل شو، د دې لپاره تنظیم شوی چې د جمهوریت‎پال ولس ګوند د پارلماني غړو پر نیولو او د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر سیاستونو اعتراض وکړي.