ولسي جرګه: د اوبو په اړه د «روحاني» څرګندونې له انصافه لیري دي

د افغانستان ولسي جرګې د ایران د ولسمشر حسن روحاني هغه څرګندوني چې د افغانستان د اوبو بندونو د جوړولو په اړه یې کړي، له انصافه لیري بولي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو چې په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړول د ایران پر چاپېریال منفي اغیز کوي نو هېواد به یې په دې اړه به بې تفاوته پاته نشي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي نن په غونډه کې وویل چې دا ډول بحثونه د دوو دولتونو ترمنځ له ستونزو پرته بله نتیجه نشي لرلی:

"د ایران د ولسمشر څرګندوني چې د هلمند د اوبو په اړه یې کړي، له انصافه لیري دي او پر اوبو هر ډول ستونزمن بحثونه د دواړو هېوادونو تر منځ له اساس ناسم دي."

ولسي جرګه دغه راز وایي افغان حکومت مکلف دی چې د اوبو د طبیعې زیرمو د مدیریت په برخه کې د حقوقي اسنادو سره سم اقدام وکړي.