د عراق د پوځ یوه ویاند ویلي، د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونو د موصل زوړ ښار په بشپړ ډول له اسلامي دولت ډلې ونیو.
دا وروستی ښار و چې وړاندې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې یو مهم مرکز ګڼل کېده.
د عراق د ګډو عملیات د قوماندانۍ یوه ویاند برید جنرال یحیی رسول نن شنبه د عراق دولتي ټلوېزیون ته وویل:
"موږ له دجلې رود څخه یواځې څو متره لېرې یوو، د هوایي ځواکونو په ملاتړ د عراقي ځواکونو پرمختګ عاليو."
د عراق دولتي تلویزیون په همدې ورځ راپور ورکړی و چې تمه ده عراقي ځواکونه د ټول موصل کنټرول له داعش یا اسلامي دولت ډلې څخه واخلي.
دغه ښار له ۲۰۱۴ مېلادي کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې لاندې کړی و چې د بېرته نیولو عملیات یې په تېر اکټوبر کې پیل شوه.
عراقي ځواکونو په جنورۍ کې د موصل د ختیځې برخې د نیولو اعلان وکړ.