هامبورګ کې د پولیسو له‌خوا د امنیتي وضعیت د کنټرول هڅې

د جرمني په هامبورګ ښار کې د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې تر لومړۍ ورځې وروسته پداسې حال کې چې مشران یوه کنسرت ته تللي وو، پولیسو هڅه وکړه چې امنیتي وضعیت په خپل کنټرول کې راولي.

په دغه ښار کې زرګونو اعتراض کوونکو چې د نړیوالتوب ضد فعالان دي، سړکونو ته راوتلي او په اور لګېدو سره یې فضا ککړه کړه.

پداسې حال کې چې د جرمني صدراعظمه انګېلا مرکل او د روسیې او امریکا ولسمشران یوه کنسرت ته تللي وو، مظاهره کوونکو لسګونه موټر او خنډونه وسوځول.

د کین‎اړخو له‎خوا تر یوې ورځي ناکراریو، چور او چپاول او اور لګېدنو وروسته د جرمني پولیسو او کماندو ځواکونو د زرهې موټرو، اوبلنو توپونو او اوښکې بهوونکو ګازونو په مرسته وتوانېدل چې نن سهار د هامبورګ کوڅې ارامې کړي.

له ۲۰ زرو پولیسو څخه چې د ښار د امنیت لپاره موظف شوي دي، شااوخوا ۲۰۰ یې سطحي ټپیان شوي دي.

لسګونه مظاهره کوونکي هم ټپیان شوي دي.

د جرمني صدراعظمې دا تاوتریخوالی وغانده او هغه یې د نه منلو وړ وباله.

پولیسو لسګونه تنه د دې ناکراریو په تړاو نیولي دي.