د امریکا متحد ایالتو او روسیې د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د اوربند د موافقې اعلان وکړ.
دا اعلان پرون د جمعې په ورځ وشو.
تمه ده چې دا اوربند سر له سبا یکشنبې شروع شي.
د دې اوربند اعلان وروسته تر دې وشو چې د جرمني په هامبورګ کې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د غونډې تر څنګ، د امریکا د متحد ایالتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین غونډه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وویل، تر دې وروسته به ښایي د سوریې په نورو سیمو کې هم د اوربند لپاره هڅې وشي.
ټېلرسن زیاته کړه چې امریکا او روسیه باید په سوریه کې د سیاسي حل لارې د موندلو لپاره ګډې هڅې وکړي.