وسله‌والو مصر کې ۲۳ پوځیان وژلي

مسلمانو وسله‎والو د مصر په سینا ټاپو وزمه کې ۲۳ پوځیان ووژل.

دا په مصر کې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې، تر بل هر وخت پر پوځیانو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶ تنه ټپیان شوي هم دي.

د حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې منلی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا، حمله پرون د جمعې په سهار وختي هغه وخت پیل شوه چې د جنوب لوېدیځ سرحدي ښار رفح په البارث کلي کې پر پوځي مرکز چې شااوخوا۶۰ پوځيان په‎کې وو، لومړی د موټر بم چاودنه وشوه.

تر دې وروسته په لسګونو وسله‎والو چې مخونه یې پټ کړي وو، پر پوځيانو ډزې پیل کړې.

حملې نېږدې یو نیم ساعت دوام وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هیټر نویرت په واشنګتن کې وویل چې متحد ایالتونه دا حمله په کلکو ټکو غندي او واشنګتن له ترورېزم سره په مبارزه کې د مصر تر څنګ دی.