د پاکستان صدر اعظم نواز شريف ويلي چي پاکستان د خپلو نړیوالو ملګرو په مرسته، په افغانستان کي د بشپړ امن طرفدار دی، خو دا امن هله راتلای شي چي افغان حکومت پر خپله خاوره مکمل واک ولري.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نواز شريف دا خبره تېر ماښام د یوې غونډې پر مهال وکړه چې پهکې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه تر څنګ دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د کورنیو چارو وزیر او یو شمېر سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.