د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتيا مرکز ګردېز کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د بشپړ کمپلېکس د جوړېدو چارې نن شنبه په رسمي ډول د والي شميم‎خان کټوازي او د دغه ولايت د اداري پلاوي په ملتيا پيل شوې.

شميم‎خان کټوازي په دې اړه رسنيو ته وويل:

"د اطلاعات او کلتور رياست لپاره يو مکمل کمپلېکس چې په هغه کې به د دوی ۳۳ اداري خونې، د غونډو تالار، مجهز کتابتون، ټرېنېنګ هال، عصري تشنابونه، اشپزخانې او نورې اړتيا وړ اسانتياوې به ولري او زموږ د دوست هېواد هندوستان له لوري جوړېږي او ښه کافي حد کې مرسته يې کړې چې شااوخوا ۵۲ مېلیونه افغانۍ پرې مصرفېږي او زموږ خپل افغاني شرکتونه به يې په ګډه چارې پر مخ وړي."

شمیم خان کټوازي وویل چې له جوړوونکو شرکتونو مسعود حامد او عدنان الهام څخه يې ژمنه واخيستې چې د روانې پروژې چارې به په ۱۱ مياشتو کې بشپړوي.

د پکتيا د نوي والي تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړۍ پروژه ده چې په دغه ولايت کې پرانيستل کېږي او د دې پروژې لپاره د پکتيا مدني فعالانو، فرهنګي او مدني ټولنو او ولايتي شورا له هندوستان هېواد څخه خوښي څرګنده کړه او د مننې تر څنګ يې ترې په دې ولايت کې د نورو پروژو پلې کېدو غوښتنه هم وکړه.