امریکا او جاپان د شمالي کوریا وروستۍ ازموینه وغندله

د امریکا متحدو ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا یو وار بیا د شمالي کوریا له لوري د مزائیلو وروستۍ ازموینه وغندله او په سیمه کې يې د کړکېچ پېداکولو لویه هڅه وبلله.

شمالي کوریا د جولاي په څلورمه داسې بالستیک مزائیل وازمویل چې له یوې لويې وچې تر بلې لويي وچې واټن وهلائ او اهداف ویشتلائ شي.

د امریکا په باور دا مزائیل اټمي مرده کۍسرګلوله لېږدولائ او د متحدو ایالاتو امنیت ته ګواښ پېښولائ شي.

د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا ولسمشرانو پرون جمعه د نړۍ د شل سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په دې اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د شمالي کوریا د اټمي ګواښ پرضد به له ممکن فشار څخه کار واخلي.

روسیې ویلي چې د شمالي کوریا له لوري ازمویل شوی مزائیل د متوسط واټن ویشتونکی دی او لېرې واټن نه شي ویشتلائ.

روسيې پردې هم نیوکه کړې چې د امریکا متحدو ایالاتو د شمالي کوریا د ازموینې د غندلو طرحه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې ده.